کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی۵ نېټه):
د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې د رومانیا پولیسو ۳۰ تنه افغانان دغه هېواد ته د ناقانونه ورتلو له امله نیولی او بېرته یې بلغاریا ته استولی دی.
رومانیایۍ رسنیو ویلی، چې دا افغانان له بلغاریا ور اوښتی وو او اکثره یې تر ۱۸ کلونو کم عمره وو.
د خبر له مخې د دوی د قاچاق په تور یو بلغاریایی تبعه هم نیول شوی دی.
ځایی پولیسو ویلی، چې دغو افغانانو هېڅ ډول سندونه نه درلودل او ویل یې چې د افغانستان اوسېدونکی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ