سوډان کې تر لس ورځنی شدید جنګ وروسته درې ورځنی اوربند شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی۵ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې په سوډان کې د جګړې دواړو لورو له لس ورځنیو خونړیو شخړو وروسته په ۷۲ ساعته اوربند چې درې ورځې کیږی، هوکړه کړې.
نړیوالو آژانسونو ویلی، چې دغه اوربند د امریکا او سعودی عربستان په منځګړیتوب تر دوه ورځنیو سختو بحثونو وروسته له تېرې نیمې شپې راهیسې نافذ شوی دی.
فرانس پرېس آژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونی بلېنکن د یوې اعلامیې په استناد د دغه اوربند خبر ورکړی دی.
تېره اونۍ هم د جګړې ښکېلو جنرالانو ۲۴ ساعته اوربند منلی و، خو سم لاسی اوربند مات او دواړو لورو یو بل په سرغړونه تورنول، چې وروسته بیا د اختر په ورځو کې هم شدیدې نښتې ترسره شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.