کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې فراه ولایت د دارآباد کلی ته څېرمه په حاجی ګلو کاریز کې د برمې ژورې څاه ته د محمد په نوم یو څلور کلن ماشوم لوېدلی وو.
د خبر له مخې د دغې ولایت د امنیې قوماندان، د عامې روغتیا ریاست مرستیال، د اطلاعاتو او کلتور رییس، د سرحدونو او قبایلو چارو رییس او یو شمېر نورو چارواکو تر پرلپسې هڅو وروسته وکړای شول، چې تر ۱۸ ساعته ګړندیو هڅو وروسته یاد ماشوم ژوند وژغوری.
د مسوولینو په وینا یاد ماشوم اوس د لا نورې ښې درملنې لپاره ولایتی روغتون ته لېږدول شوی دی.
د ولایتی روغتون د بېړنۍ څانګې ډاکټرانو د دغه ماشوم روغتیایی وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
دغه ماشوم د برمې څاه په دیرش ۳۰ مترۍ کې بند پاتې و، چې د روغتیایې او تخنیکی ټیمونو له لوری په ډېرې چټکۍ سره را ووېستل شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ