معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې اته تنه د غلا په تور نیول شوي

خوست کې اته تنه د غلا په تور نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ځایي چارواکو ویلي، چې د امنیې قوماندانۍ اړوند دوهمې امنیتي حوزې منسوبینو د یادې حوزې په مربوطاتو کې اته کسان چې د ولسونو مالونه یې غلا کول، نیولي دي.
د خبر له مخې د يادو اتو کسانو سره يو ځای درې عرادې غلا شوي موټر سایکلونه چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې له خلکو غلا شوي وو، هم د امنیتي سرتېرو لاس ته ورغلي.
مسوولین وایي، نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي چې د تحقيقاتو له بشپړېدو سره به یې دوسیې اړونده اورګان ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس