کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت نهرشاهی ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یو هایلېکس موټر د چپه کېدو له امله د دریو ښځو په ګډون ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
د بلخ ولایت امنیې قومندانۍ ویاند ویلی، یاده پېښه تېره ورځ شوې چې ټپیان یې د نهرشاهی ولسوالی امنیتی ځواکونو له لوری د مزارشریف ښار ملکی روغتون ته لېږدول شوی دی.
د روغتون مسوولینو د ټپیانو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ بللی.
بلخ کې د ترافیکو مدیریت ویلی، چې یاده پېښه د موټر چلوونکی د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ