کابل-گهیځ نیوز( ۹ ثور ۱۴۰۲):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ۲۲ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت ۶۹ ټنه زعفران بهر ته صادر شوی دی.
د دغه وزارت ویاند ویلی، چې د دغو زعفرانو ډېره برخه یې د هوایی دهلیز له لارې هندوستان، متحده عربی اماراتو او چین ته صادر شوی او بیا له یادو هېوادونو څخه سوداګرو امریکا، اسټرالیا، مراکش او اروپایی هېوادونو لکه هسپانیا، هالنډ، ایټالیا او جرمنی ته صادر کړی دی.
زعفران په افغانستان کې یو مشهور او لرغونی بوټی دی، چې حاصلات یې له نورو ډېرو کرنیزو توکو ګران بیه او مهم ارزښت لرونکی دی.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ