ایرانی پلاوی د هلمند اوبو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۹ نېټه):
د ایرانۍ رسنیو د خبر له مخې د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر ویلی، تر راتلونکو دوو اوونیو به د هلمند له سینده د حقابې په تړاو ایرانی پلاوی د خبرو په موخه افغانستان ته سفر وکړی.
د خبر له مخې نوموړی زیاته کړې، افغانستان ته د دغه ایرانی پلاوی د سفر لپاره د شرایطو د برابرېدو په موخه هڅې روانې دی.
تازه د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې رییس ایرانی رسنیو ته ویلی، دوی به ډېر ژر د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ کابل ته سفر وکړی، څو له سرپرست حکومت سره د ایران د اوبو حق په اړه خبرې وکړی، خو سرپرست افغان حکومت وایی، د هلمند د اوبو په اړه له ایران سره شوی تړون ته ژمن دی او کابل ته د ایرانی پلاوی راتګ د ستونزو حل لپاره یو مثبت ګام دی.
د کابل او تهران ترمنځ د هلمند سیند او هامون دریاچې په اړه په ۱۳۵۱ هجری لمریز کال کې د افغانستان او ایران د شاهی حکومتونو تر منځ تړون لاسلیک شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.