کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۹ نېټه):
د پاکستانیو رسنیو د خبر له مخې د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر رانا تنویر ویلی، چې په دغه هېواد کې یې شاوخوا ۲۳ میلیونه ماشومان له زده کړو پاتې او ښوونځیو ته نه ځی.
د خبر له مخې نوموړی دا څرګندونې تېره ورځ د دغه هېواد قومی اسمبلۍ کې د وکیلانو د پوښتنو د ځوابونو پر مهال کړې دی.
هغه زیاته کړې، چې په پاکستان کې ښوونځیو ته د ماشومانو د نه تګ کچه په نړۍ کې د یوه هېواد په کچه تر ټولو لوړه ده. نوموړی وایی، حکومت یې په دې برخه کې هڅې پیل کړی، څو دا کچه ټیټه کړی.
سیاسی شنونکی وایی، پاکستان خپله ډېره بودیجه په دفاع او نظامی چارو لګوی، روغتیا ښوونې او روزنې برخو ته ډیره پاملرنه نه کوی، چې همدا دغه هېواد کې له زده کړو د دومره کچې ماشومانو د بې برخې کېدو دلیل دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ