کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې د زراعت او عشر زکات مسوولینو ویلی، چې د ځنګل ساتونکو یې تېره ورځ د طوطو قریې اړوند د غمچۍ په غره کې درې تنه نیولی، چې ځنګلونه یې پرې کول.
دوی ویلی، نیول شوی کسان د ولسوالۍ امینې قوماندانۍ ته د همدې تور له امله سپارل شوی، چې په یاد غره کې یې شنې ونې وهلې.
مسوولین زیاتوی، چې ځنګلونه ملی شتمنی ده او د دغې ملی شتمنۍ ساتنه د ټولو افغانانو وجیبه ده.
دوی په قومی مشرانو او ځایی خلکو غږ وکړ، چې د ځنګل پرې کولو څخه په کلکه ډډه وکړی او که هر چا سرغړونه وکړه، عدلی او قضایی ارګانونو ته به وروپېژندل شی.
هېره دې نۀ وی چې دې وروستیو کې وروسته تر هغې چې د هېواد ځنګلونو پرې کېدو خبرونو زور واخېست، د سرپرست افغان حکومت چارواکو د کونړ، پکتیا، نورستان او یو شمېر نورو مهمو ولایتونو د ځنګلونو ساتنې لپاره د شنې قطعې په نوم یوه قطعه رامنځته کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ