کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بشری مرستو په لړ کې د لغمان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکی پروګرام (WFP) په مالی مرسته او د (RRDPO) مؤسسې په همکارۍ د لغمان ولایت مرکز کې ۶ زره ۱۸۵ بېوزله کورنیو ته نغدی پیسو د وېش لړۍ پیل شوه.
د مسوولینو په وینا دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۳ زره ۷۰۰ افغانۍ نغدی مرسته ورکول کیږی.
د لغمان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایی، د بشری مرستو څخه د ښه تطبیق په موخه نظارت کوی او ولسونو ته ډاډ ورکوی چې په منظم ډول به دغه چارې پرمخ ځی او کېدونکې مرستې به په ښه او شفافه بڼه تر مستحقو کورنیو رسیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ