سږ کال ۳۰ زره افغانان د حج په مراسمو کې ګډون کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د حج اوقافو وزارت ویلی، تمه ده چې سږ کال له افغانستان څخه د ۸ زره ښځو په ګډون ۳۰ زره کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړی.
د دغه وزارت چارواکو زیاته کړې، د حاجیانو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو لپاره لازم تدابیر نیول شوی دی. د دوى په وینا، د حج د مراسمو د لا ښه تنظیم په موخه یې د هغو ښوونکو لپاره چې په دې مراسمو کې له حاجیانو سره مل وی، د پوهاوی اووه ورځنى سیمینار پیل کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه سیمینار کې به د لارښوونو او همدا راز د حاجیانو د ستونزو په اړه معلومات ورکړل شی، څو حاجیان د حج په مراسمو کې له کومې ستونزې سره مخ نشی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د حج د مراسمو پر مهال حاجیان له ستونزو سره مخ وو، خو اوس د حج اوقافو وزارت وایی، هڅه کوی چې حاجیان له ستونزو سره مخ نشی او ټولې اسانتیاوې ورته برابرې وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.