کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د بغلان ولایت د غوری سمنټو فاریکې مسوولینو ویلی، چې په دې فابریکه کې د سمنټو تولید د پخوا په پرتله زیات شوی دی.
د دغې فابریکې د مسوولینو په وینا، اوسمهال دغه فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې ۶ سوه ټنه سمنټ چې ۱۲ زره بوجۍ کیږی، تولیدوی.
د دوی په خبره هېواد کې دننه د سمنټو د تولید ډېرښت پر پاکستانی او ایرانی سمنټو د افغان لور اتکا کموی او په دې برخه کې هېواد د لا بسیاینې پر لور ځی.
د بغلان د غوری سیمنټو فابریکه په ۱۳۴۱ هجری کال کې فعالیت پیل کړی چې اوسمهال په کې تر ۸ سوو شاوخوا کسان په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ