زابل کې د څلورو ولایتونو پیل شوې کرکټ سیالۍ مساویانه پای ته ورسېدې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د کوچنی اختر په مناسبت زابل کې پیل شوې کرکټ سیالۍ د هلمند او زابل ترمنځ مساویانه پای ته ورسیدې.
دا کرکټ سیالۍ شل اوریزه وې چې د غزنی، هرات، زابل او هلمند ولایتونو ترمنځ جوړې شوې وې.
د زابل کرکټ آمر محبوب محبت وویل پای لوبې ته د زابل منتخبه لوبډله او د هلمند راشد خان لوبډله ووتله، چې په پایله کې یې لومړۍ توپ اچونه زابل لوبډلې وکړه چې په شل اورونو کې یې ۱۲۵ منډې هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړ، خو د لومړۍ پاڼې له پای ته رسېدلو وروسته باران پیل شو او د لوبې قانونی وخت یې ونیوی چې، په همدې ترتیب دواړه لوبډلې مساوی اعلان شوې او کپ د مېلمه پالنې په خاطر هلمند لوبډلې ته ورکړل شو.
له هلمند څخه ورغلو لوبغاړو د زابل ولس کرکټ آمریت او شته امنیت څخه خوښې وښوده او هیله یې وکړه چې زابل کې بیا هم دا ډول لوبې جوړې شی او دوی راشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.