هېواد کې تېر کال نږدې ۱۲۶ زره کسان په ملاریا ناروغۍ اخته شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۱ نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی لوو داپینګ ویلی، تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ پېښې ۴۵ سلنه زیاتې شوې وې.
هغه دا خبره تېره ورځ د افغانستان د روغتیا وزارت له‌ خوا د ملاریا پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وکړه.
د لوو داپینګ له قوله، په ۲۰۲۲ کال افغانستان کې د ملاریا ۱۲۵ زره ۷۸۸ پېښې راپور کړې وې، چې دا شمېره، د ۲۰۲۱ کال په پرتله شاوخوا ۴۵ سلنه زیاتوالی ښیی.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازی پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د ننګونو د هوارولو او په افغانستان کې د ملاریا د له‌ منځه وړو په برخه کې د خپلو ژمنو او د عمل د بیا تازه کولو لپاره اقدام وکړی.
د عامې روغتیا وزارت بیا ویلی، چې په تېرو ۴ کلونو کې د ملاریا ناروغۍ له امله د کومې مړینې راپور نه‌ دی ورکړل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.