مېدان وردګو کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت جیلګې ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو په یو لړ چانیزو عملیاتو کې د علیپور د ملګری میرزا په کور کې یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوی دی.
د دغې سیمې ځایی مسوولینو او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ویلی، چې په نیول شوو وسلو کې دوه میله کلاشنکوف، یوه دانه ټی ټی تفنګچه، یوه پایه ای کم مخابره، دوه میله انګریزی یازده تیر او پنج تیر، ۷۴۷ د کلاشنکوف مرمۍ، ۲۸۵ د انګریزی ټوپک مرمۍ، ۱۰ دانې دشل ډزی مرمۍ، ۴ دانې دهشکې مرمۍ، ۸۱ دانې دپیکا مرمۍ، ۹ دانې د کلاشکوف شاجورونه، دوه دانې چانټې، دوه کورتۍ، یو د مکروف کاش او دوه د یازده تیر کمربند شامل دی.
مسوولینو د دغو وسلو د نیولو په تور د چا د نیولو په اړه څۀ نۀ دی ویلی.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم دغه ولایت کې د امنیتی ځواکونو له خوا د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر وسلې او مهمات په کشفی عملیاتو کې نیول شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.