کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۱ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې مکسیکو کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۸ تنو خپل ژوند بایللی او ۳۳ نور په کې ژوبل شوی دی.
رویټرز خبری آژانس ویلی، دغه پېښه د مکسیکو په لوېدیځ کې رامنځته شوې، چې په مړه شویو کسانو کې ۱۱ ښځې او اووه نارینه شامل وو.
د مکسیکو په نایاریت ایالت کې د څارنوالۍ دفتر څرګنده کړې، چې دغه موټر له شاوخوا ۱۵ متره لوړوالی څخه یوې کندې ته ښوییدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ