کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې په دغه ولایت کې د دولتی ځمکو د غصب د مخنیوی او بیا راګرځېدو تخنیکی کمېټې د همغږۍ غونډه د یادې کمېټې د رییس، مولوی عبدالخالق (حکیمالله) په مشرۍ په داسې حال چې په کې د همدې کمېتې غړو هم حضور درلود، ترسره شوه.
د خبر له مخې دغه غونډه کې د دولتی املاکو د اجارې په اړه، د تخنیکی کمېټې د لګښتونو او په مرکز او ولسوالیو کې د همدې کمېټې د کار د څرنګوالی په اړه تر بحث او خبرو وروسته لازمې پړېکړه وشوې.
مسوولینو د شویو پرېکړو په اړه نور ډېر جزیات نۀ دی ورکړی.
ځایی مسوولینو ویلی، هغه کسان چې د دولت تثبیت شویو ځمکو په حدودو کې ادعا لری، باید د یکشنبې او سه شنبې په ورځو کې د خپلو اسنادو سره یوځای د نیمروز عدلیې ریاست ته مراجعه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ