په لوګر کې ۷۰ زره څاروی د پوستکی ناروغۍ(LSD) پر وړاندې واکسین کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین ویلی، چې د پوستکی ناروغۍ(LSD) پر وړاندې د واکسین کمپاین په دوهم پړاو کې دا ځل ۷۰ زره څاروی واکسین کیږی.
د کرنې او مالدارۍ رییس ویلی، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ( FAO) په همکارۍ به د لوګر په کچه د څارویو دپوستکی (Lumpy Skin Disease) ناروغۍ سره د مبارزې دوهم کمپاین په لړ کې د شاوخوا دوه میاشتو مودې په ترڅ کې ۷۰ زره څاروی واکسین شی.
د نوموړی په خبره دغو واکسینونو باندې به ۳۵۰ زره امریکایی ډالره لګښت راشی، چې د خوړو نړیوال سازمان لخوا ورکول کیږی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په لوګر کې سل زره څاریو ته دغه ډول واکسین ورکړل شوی و.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.