ایران وایی، افغانستان سره یې د هلمند سیند د اوبو ستونزه پر خپل ځای پاتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د ایرانۍ رسنیو د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلی، لا یې هم له افغانستان سره د هلمند سیند د اوبو ستونزه نه ده حل شوې.
د دغو رسنیو له قوله د دغې وزارت چارواکو ویلی، د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره یې خبرې پیل کړی، چې له هلمند سیند څخه د اوبو حقابه تر لاسه کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې د اوبو د کمښت په هکله ورته هغه دلایل د منلو وړ نه دی چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا په دې وروسیتو کې ایرانی لوری ته وړاندې شوی.
د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین بیا وایی، د هلمند سیند په اوبو کې د افغانستان او ایران تر منځ په ۱۳۵۱ کال کې د لاسلیک شوې هوکړې پر اساس حق ته ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.