کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د راپورونو له مخې په لویدیځ زون کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ د خونې مسوولین وایی، په هرات ولایت کې یې نږدې ۱۵ زره ښځو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده.
د یادې خونې رییسې مېرمن حاجیه ادیبا وزیری ویلی، چې د سرپرست حکومت په لومړیو کې د مسلکی ښځو شمېر له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې و، چې له اوس ۴۵۰ تنه مسلکی ښځې د ښځینه جامو په تولید، د بېلابېلو توکو په بسته بندۍ او پروسېس، د اچارو په جوړولو، په غالۍ اوبدلو، ګلدوزۍ، خیاطۍ او په نورو برخو کې بوختې دی.
د یادونې وړ ده چې اوس په هرات کې د ښځو لپاره پنځه مارکیټونه فعال دی او په لوېدیځو ولایتونو کې ۱۴ سوه فعالې ښځینه غړې لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ