کندهار کې د خوراکی توکو د کېفیت معلومولو لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنو ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یاد لابراتوار د خوړو او درملو د ملی ادارې له خوا د ۲۵۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت جوړ شو.
د خبر له مخې دغه پرانیست غونډه کې د ریاست الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی، د خوراکی توکو او درملو ملی ادارې سرپرست، د پوهنې سرپرست وزیر، د کندهار د اطلاعات او کلتور رییس مولوی انعام الله سمنګانی او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
مسوولین وایی، د ریاست الوزرا اداری مرستیال دغه غونډه کې ویلی، په نورو زونونو کې به هم د خوړو او درملو د آزمویلو لابراتوارونه پرانیزی.
د خوړو او درملو ملی ادارې سرپرست رییس بیا ویلی، چې د یاد لابراتوار پر جوړېدو تر ۲۵۰ زره امریکایی ډالره لګښت شوی، چې په دې سره به د بې کېفیته خوراکی توکو مخه ونیول شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.