کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندز ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالداری ریاست د کرنیزو تخمونو د تصدیق آمریت چارواکو ویلی، چې سږ کال څلور څېړنیز فارمونه د کرنیزو تخمونو د تولید او تکثیر دولتی شرکت او د کرنیزو تخمونو د تولید خصوصی شرکتونو لخوا ۴۳۲.۵۱۲ مټریک ټنه هستوی، مورنی او بنیادی تخمونه په ۱۷۳۲۰.۶۱ جریبه ځمکه کې په ۱۶۰۱ تنه بزګرانو باندې د مورنی، بنیادی او تصدیق شوی تخمونو د تولید په موخه وېشل شوی دی.
د کندز ولایت د کرنې ریاست چارواکی زیاتوی، چې د کندز، بغلان، تخار او بدخشان په کرنیزو څېړنو فارمونو کې ۳۷.۸۵ جریبه، د کندز دولتى شرکت ۸۷۴ جریبه، د بغلان دولتی شرکت ۱۰۶۵.۳ جریبه، ذاخیل پامیر شرکت 1464جریبه، زمزم شرکت ۲۰۲۳.۹۶ جریبه، مصطفی چوپان شرکت ۹۹۷.۵ جریبه، سلطان داود شرکت ۳۴۶ جریبه، دهقان عصری شرکت 522جریبه، لوی باختر افغان شرکت ۲۱۵۶ جریبه، نهر سعید شرکت ۵۸۲ جریبه، کولاب کندز شرکت ۳۵۱ جریبه، عبدالمصور شرکت ۶۲۰ جریبه، همکار دهقان شرکت ۴۱۹ جریبه، حضرت سلطان شرکت ۴۰ جریبه، شعیب تاج شرکت ۱۸۰ جریبه، خواجه کفتر شرکت ۲۴۰۰ جریبه، عبدالبصیر عمرخیل شرکت ۹۹۲ جریبه، ابوذر غفاری شرکت ۳۴۰ جریبه، مصطفی اسلمی ۲۸۰ جریبه، پیشګام عرب شرکت ۱۰۰ جریبه، خرم صحرا شرکت 108جریبه، برګ سبز شرکت 280جریبه، مظلومیار شرکت ۲۰۰ جریبه، دوشی شرکت ۳۸۲ جریبه، خانه دهقان 60جریبه، تالقان شرکت ۸۰ جریبه، همدرد شرکت ۴۰ جریبه، سعادت بلوڅ شرکت ۳۲۰ جریبه او بهارستان شرکت 160جریبه ځمکه کې کرلی دی چې د تفتیش دوه مرحلې یی پای ته رسېدلی او نږدې ورځو کې به یې آخری تفتیش هم پیل شی.
په پام کې ده چی د دې وېشل شوی تخمونو نه ۱۲ زره مټریک ټنه اصلاح شوی او با کېفیته تخمونه تولید شی، چې دا تخمونه د امراضو، آفاتو په وړاندې به مقاوم او لوړ حاصل ولری او د بزګرانو په حاصلاتو کې به رغنده رول ولری.
د مسوولینو په وینا د دې تخمونو په کښت سره به هېواد د ځان بسیاینې خوا ته نږدې شی او تخمونه به د تصدیق څخه وروسته د هېواد په نورو بزګرانو هم ووېشل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ