کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت ځایی مسوولینو ویلی، چې د تورخم په ښارګوټی کې د ګمرک ریاست د تشرېح مسوولینو د پلټنې پرمهال په ۵۷۵ نمبر پلېټ درلودونکی باروړونکی موټر کې چاودونکی توکی او په تور یې دوه تنه نیولی دی.
د دوی په وینا، یاد موټر د وهاب منصور شرکت مربوط دی، چې په ډېر مهارت سره یې ۸ بوجۍ باروت او ۲۵ بوجۍ سانیسوز د نورو مواد سره یوځای په موټر کې ځای پرځای کړی وو.
په نیول شویو کسانو کې یو موټر چلوونکی او بل یې کمېشن کار دی.
ځایی چارواکی وایی، نیول شوی کسان اوسمهال د لومړینو څېرنو لاندې دی، چې وروسته به رسماً عدلی او قضایی ارګانونو ته وروپېژندل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ