زابل کې د سرپرست افغان حکومت په راتګ ۱ لک ۱۰ زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د ځمکو غصب مخنیوی کمېسیون ویلی، چې د کلات ښار اړوند د مهاجرینو ښارګوټی کې یې د هغو کسانو مخنیوی کړی، چې دولتی ځمکه یې غصب کړې وه.
د خبر له مخې د زابل کرنې رییس او د غصب کمېسیون مسوول ویلی، چې دوی هڅې پیل کړې ترڅو په مرکز او ولسوالیو کې دولتی ځمکې له غصب څخه پاکې کړی چې تر دا مهاله یې ۱ لک ۱۰ زره جریبه دولتی ځمکې له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د زابل امنیت آمر بیا د خپلو خبرو پرمهال ډاډ ورکړ چې په ولایتی کچه هېچاته هم اجازه نه ورکوی، چې دولتی ځمکې غصب کړی.
هغه خبرداری ورکړ چې په دې برخه کې جدی دی.
د ځمکو د غصب مخنیوی کمېسیون وایی، د دولتی ځمکو د تثبیت لپاره یې د مرکز او ولسوالیو په کچه هڅې پیل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.