له شته ستونزو سره_سره ملګرو ملتونو افغانستان کې د خپلو چارو د دوام ډاډ ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو ویلی، افغانستان کې د شته ستونزو سربېره به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
ملګرو ملتونو په یو بیان کې چې تېره ورځ یې خپور کړی ویلی، چې دوی د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوی، څو د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړی، ځکه د دوی په خبره د سرپرست حکومت بندیزونه د دوی فعالیتونه په جدی توګه کمزوری کړی دی.
سرپرست افغان حکومت تېره میاشت د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ښځینه افغان کارکوونکې له کاره منع کړې چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د مې تر پنځمې به خپل دریځ روښانه کړی، څو په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او که یې بند کړی؟ ملګرو ملتونو په پرونی بیان کې زیاته کړې، چې دوی د سرپرست افغان حکومت پرېکړه یو ځل بیا غندی او د یاد سازمان په ادارو کې د ښځینه‌ وو د کار ممانعت هم د نړیوالو قوانینو خلاف دی او هم د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې بولی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.