کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د پاکستانۍ رسنیو د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری، د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ او د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نن په اسلام آباد کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری چې په هند کې یې د شانګهای د غړو هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه واخیسته، پرون له هنده بېرته پاکستان ته ستون شو.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دا درې اړخیزه غونډه د افغانستان د مسلې په اړه د نظر تبادلې او همکارۍ لپاره مهمه او د سیمې د هېوادونو د اړوندو ګډو نظرونو د راټولولو لپاره ګټوره ده.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ د دې غونډې په درشل کې په پېکېنګ کې خبری غونډې ته وویل، افغانان له سختو ننګونو سره مخامخ دی او بهرنی ملاتړ او مرستو ته ډېر ضرورت لری.
ماو نینګ زیاته کړې، چې سرپرست افغان حکومت دې ټولشموله حکومت جوړ کړی، نرم سیاست دې غوره کړی او له ګاونډیو سره دې دوستانه ګاونډیتوب وساتی، همدا راز دې له تروریزم سره ټینګه مبارزه وکړی.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې په ورته وخت کې ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې له سرپرست افغان حکومت سره تعامل وکړی او خبرې دې ورسره وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ