د هند برخه کشمیر کې وسلوالو سره نښته کې پنځه هندی پولیس وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د هندی رسنیو د خبر له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسلوالو پر ضد د پیل شویو عملیاتو پرمهال پنځه تنه هندی سرتیری وژل شوی دی.
رویټرز خبری اژانس ویلی، وژل شوی پولیس د نورو پولیسو سره یوځای کشمیر کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد عملیاتو باندې بوخت وو، چې وسلوالو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شول.
دغې آژانس ویلی، چې پېښه کې یو بل پولیس ټپی شوی هم دی.
د هند پوځ هم په یوه بیان کې ویلی، چې د جمعې په ورځ یې پوځ د وسلوالو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل، چې په یوه سیمه کې یې له پوځ سره وسلوال په نښته کې ښکېل شول.
د دوی په خبره د دغې نښتې په پایله کې دوه هندی سرتیری ځای پر ځای ووژل شول او درې تنه نورو یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند حکومت یو شمېر مخالف وسلوال فعال دی، چې هندی چارواکی یې تر شاه د پاکستانی حکومت لاس بولی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.