کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د زابل شملزو ولسوالۍ نسوزو په نوم کلی کې له زده کړو بې برخو نږدې ۲ سوه ښځینه او نارینه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابریږی.
د خبر له مخې د زابل پوهنې رییس ویلی، لنډ وخت کې به د نسوزو په نوم کلی کې یوه مدرسه او د ښونځی اړوند محلی ټولګی فعال کړی، څو له زده کړو بې برخې ماشومان په کې له دینی او عصری زده کړو څخه برخمن شی.
د سیمی اوسیدونکی وایی، له څو لسیزو راهیسی د دوی ماشومان له زده کړو بې برخه وو، اوس چې ورته د پوهنې ریاست له لوری د زده کړو زمینه برابریږی، پرې خوشحاله دی.
دوی ژمنه وکړه چې خپل اولادونه به له دې وروسته له زده کړو نه بې برخې کوی.
دغه ۲ سوه نارینه او ښځینه ماشومانو ته په داسې مهال د زده کړو زمینه برابریږی، چې د سرپرست افغان حکومت په راتګ سره تر اوسه له اووم ټولګی پورته نجونو باندې د زده کړو بندیز لګېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ