اروزګان کې ځایی چارواکی د زیات شمېر چاودېدونکو مهماتو د نیولو خبر ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولایت ګېزاب ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ د تروریزم سره د مبارزې منسوبینو د یو کشفی راپور پر اساس په زیاته اندازه چاودېدونکی مهمات کشف او ترلاسه کړی.
د خبر له مخې، د دغه ولایت د ګیزاب ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ د تروریزم سره د مبارزې مسوولینو د کشفی او استخباراتی راپور پر اساس د ګېزاب ولسوالی د نېک آباد په سیمه کی په زیاته اندازه مهمات او چاودېدونکی توکی کشف او ترلاسه کړی.
د یادې ولسوالۍ د ترورېزم سره د مبارزې مسوول ویلی، چې نیول شویو مهماتو کې د غټو او درنو وسلو په سلګونه پیره او یو شمېر د چاودېدونکو توکو مواد چې په یو مخفی ځای کې ځای پر ځای شوی وو، تر دقیقو څېړنو او اطلاعاتو وروسته کشف او ترلاسه کړې.
د نوموړی په خبره، په دې تړاو لا تر اوسه څوک نه دی نیول شوی، خو په اړه یې څېړنې روانې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.