کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالی ریاست مسوولینو ویلی، چې د شدیدو بارانونو او سیلابونو له امله د دې ولایت یو شمېر سیمو کې خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اړولی دی.
د خبر له مخې د سیلابونو له امله څمکنیو ولسوالۍ کې یو شپږ کلن ماشوم خپل ژوند بایللی او په مرکز ګردیز اړوند دولت زیو کلی کې بیا پر یو کور آسمانی تندر غورځیدلی چې یادې کورنۍ ته یې ګڼ مالی زیانونه اړولی دی.
د ځایی مسوولینو په وینا د تندر غورځېدو له امله د دغې کورنۍ یوه خونه په بشپړه توګه سوځېدلې، چې په کې موجود سامانونه هم له منځه تللی دی.
دغه ولایت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالی رییس ویلی، د شدیدو بارانونو او ږلۍ له امله په لسګونه جریبه کروندې زیانمنې شوې چې ګڼ شمېر بزګرانو ته یې مالی تاوانونه له امله اوښتی دی.
بل لور بیا ولایتی چارواکو ډاډ ورکړی، چې زیانمنو سره پر وخت مرستې شوی او لاهم هڅې کوی، چې لاسنیوی یې وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ