کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۷ نېټه):
د راپورونو له مخې دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو تاریخی او مشهورو ځایونو ته د بهرنی سېلانیانو د ورتګ لړۍ چټکه شوې ده.
د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایی، چې د امریکا، بریتانیا، سلوانیا او جاپان هېوادونو ګرځندویانو د غور ولایت له تاریخی سیمو څخه لیدنه کړې.
د یاد ریاست مسولین زیاتوی، هڅه کوی، چې د ګرځندویانو لپار لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایی، دې وروستیو کې د هېواد تاریخی او لرغونو سیمو ته ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو مخه کړې او په پام کې ده چې ګڼو سیمو کې د سېلانیانو لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې شی.
د اوسنی سرپرست حکومت په راتلو سره هېواد کې د جګړې له ختمېدا وروسته ګڼ ښکلی، تاریخی او مشهور ځایونه امن شول، چې ورته د داخلی او خارجی سېلانیانو د ورتللو مخه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ