د نورستان نورګرام ولسوالۍ کې دوه جریبه ځمکه د روغتیایی مرکز لپاره وقف شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان عامی روغتیا ریاست چارواکو ویلی، چې د لویدیځ نورستان نورګرام ولسوالۍ اړوند ګلچه خېل کلی قومی مشرانو دوه جریبه ځمکه د روغتیایی مرکز جوړونې په موخه وقف کړې ده.
د نورستان عامی روغتیا رییس ویلی، ډېر ژر به په ګلچه خېل کې یو باب روغتیایی مرکز لپاره معیاری ودانۍ جوړه او پرانیستل شی، چې دې سره به د پشوک، ډینګور، اویک، ستنګل، ګلچه خېل او د کولتن درې د ځینې ساحو اوسېدونکی له روغتیایی خدماتو څخه برخمن شی.
دغه ډول نوموړی په نورګرام ولسوالۍ کې د سرې میاشتې روغتیایی ټیم، کولتن فرعی روغتیایی مرکز او ګلچه خېل کلی کې د AYSO ګرځنده روغتیایی ټیم څخه هم لیدنه وکړه او د دوی د ښه خدمتونو او فعالیتونو څخه یې رضایت څرګند کړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.