کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د الینګار ولسوالۍ د عمومی سړک د پاک کارۍ او شولډر سازۍ چارې نن پیل شوې.
لغمان ولایت کې د ټولګټو چارو ریاست لخوا د WFP په مالی لګښت، د “پیسې د کار په مقابل کې” پروګرام له لوری د الینګار ولسوالۍ د عمومی سړک د پاک کارۍ او شولډر سازۍ چارې نن عملاً پیل شوې.
د ټولګټو چارو ریاست ویلی، چې یاد سړک ۴۵ کیلو مټره اوږدوالی لری، چې ۳۰ تنو ته په کې د کار زمینه برابره شوې او د دریو میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړ شی.
د یادونې وړ ده چې په دغه پاک کارۍ کې د سړک د واشونو، پلچکونو، ویالو پاک کاری، د استنادی دېوالونو بیا ترمیم او د سړک داغګیری شامله ده.
لغمان یو له هغو ولایاتو ده چې د تېر حکومت پر مهال په کې پرمختیایی چارې په ډېر پڅ ډول ترسره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ