د پښتو یېګانې

                                             د پښتو یېګانې

لیکوال: هدایت الله فرید
پښتو لیکدود د میخی، ارامی او خروشتی لیکدودونو له پړاوونو څخه راتېر شوی، تر اسلام وروسته یې د عربی لیکدود بڼه ځانته غوره کړې. د عربی ژبې الفبې چې ټول ۲۸ بېلابېل توری لری، ولې بیا هم د دې جوګه نه ده چې د پښتو ټول غږونه را ونغاړی. معنا دا چې د پښتو فونیمونو شمېر زیات دی او د عربی لیکدود د ګرافیمونو شمېر کم.
د همدې کمښت د پوره کولو او د پښتو غږونو د سمې افادې لپاره د (یېګانو) سربېره ۸ نور توری د پښتو الفبې سره یو ځای شوی چې تر ډېره بریده یې د پښتو فونیمونو د افادې چاره اسانه کړې ده.
دلته زه د پښتو پر (یېګانو) بحث کوم، د کــــارونې ځایونه، اووښتې بڼې او هــــــغه ســــــتونزې چې د ( یېګانو) له امله رامنځته شوی، په اړه یې د ژبپوهانو او لیکپوهانو نظریات را اخلم.
عموماً په پښتو ژبه کې (یېګانې) د شکل او بڼې له مخې پر ۵ ډولونو وېشل شوی دی، دغه شکلونه او بڼې ورته د پښتنو ژبپوهانو او لیکپوهانو له خوا غوره شوی دی، خو که د باړه ګلۍ د سیمینار پرېکړه ورسره یو ځای شی، دا شمېر پر ۶ بدلېږی او یوه بله (
ے) ور اضافه کېږی. مګر دا ۵ شکلونه یا شپږ شکلونه په اصل کې د څلورو بېلابېلو فونیمونو استازولی کوی.
دا چې موضوع ډېره اوږده نه شی، نو دا دی د ( یېګانو) د کارونې ځایونه دلته تشرېح کوم.
۱-نرینه، بې ټکو یا ( ی =
ay) : دا (یې) د ژبپوهنې له معمول تعریف سره سم یو غبرګغږ/ ډیفټانګ بلل کېږی، چې جوړښت یې له یو واول او یو سیمی واول څخه رغېدلې.
د کارونې ځایونه:
الف– د مفردو نرینه نومونو په پای کې راځی. لکه: سړی، لالی، منګی…
ب- په ځینو نسبتی صفتونو کې هم راځی. لکه: بڼیالی، جنګیالی، ننګرهاری، پېښوری…
ج- د ځینو امکانی فعلونو په پای کې هم راځی.
لکه: زما زړه ستا په یوې مینناکې خبرې خوشالېدلای شی.
زما زړه ستا په یوې کرکجنې خبرې بېرته خپه کېدلای شی.
د- په ضمیرونو کې هم ترې کار اخیستل کېږی. لکه: دوی، هغوی
۲- څرګنده، معروفه/ لنډه یا (ی =
i): دا ( یې) په پښتو کې یو واول غږ دی، د دې (یې) کارونه په پښتو  متنونو کې بیخی ډېره دود ده.

 



د کارونې ځایونه:
الف- هغه مفرد نومونه چې په دې ( ی) پای ته رسېدلی وی، د جمعې په حالت کې ( ی) پر (ی) اوړی.     

     مفرد                                     جمع
لېونی                                     لېونی
منګی                                     منګی
لرګی                                      لرګی
ب- د ځینو مفرد ښځینه نومونو په پای کې هم راځی.
لکه: سلایی، دوستی، خوښی…
د- د حال زمانې په فعلونو کې هم هم استعمالېږی.
لکه: کوی، لیکی، خوری…
۳- اوږده، ښځینه/ مجهوله یا (ې
(e : دا ( یې) هم یو واول غږ دی، د پښتو کلیمو په تېره بیا په ښځینه نومونو کې ډېر پکارېږی.
د کارونې ځایونه:
الف- هغه مفرد ښځینه نومونه چې په ګرده (ه) یا (
a) پای ته رسېدلی وی، د جمعې په صورت کې کې ( ه) پر ( ې) اوړی.
مفرد                           جمع
پاڼه 
                            پاڼې
مېوه                            مېوې
مڼه                              مڼې
ب- د ښځینه مفردو حقیقی مؤنثو نومونو کې هم استعمالېږی.
لکه: ادې، ناوې، خواښې
ج- د ښځینه ضمیرونو لپاره هم استعمالېږی.
لکه: دې، هغې
یادونه: د دې (ې) یوه ځانګړنه دا ده چې د کلیمو په منځ کې خپل هویت له لاسه نه ورکوی.
لکه: ( تېر) پخوا/ تېر شوی په معنا                  ( تیر) د لرګی په معنا
(پېر) د مهال په معنا                               ( پیر) د مرشد/ پیر

۴ـ همزه واله، فعلی/امریه یا ( ئ = ay): دغې (یې) ته فعلی او امریه ( یې) هم ویل شوې، دا هم د ژبپوهنې د معمولو تعریفونو له مخې یو ډیفټانګ دی.
د کارونې ځایونه:
الف ـ اکثر د امر و نهې په فعلونو کې راځی.
لکه: وخورئ، وڅښئ، ولیکئ، مه خورئ، مه څښئ، مه لیکئ.
۵ ـ زورکیوالا، ښځینه/ نومواله یا ( ۍ =
ay): دغې (یې) ته زورکیوالا، ښځینه/ نومواله (یې) هم ویل کېږی، دا هم د ژبپوهنې د معمولو تعریفونو له مخې یو ډیفټانګ دی.
د کارونې ځایونه:
الف ـ تل د ښځینه نومونو په پای کې راځی.
لکه: سپوږمۍ، کوچۍ، نجلۍ…
ب- تل د ښځینه صفتونو په پای کې راځی.
لکه: کابلۍ، پېښورۍ، ننګرهارۍ…
ج ـ د ځینو هغو نسبتی صفتونو د جمعې او مغیره حالت لپاره راځی، چې پر څرګندې ( ی) پای ته رسېدلی وی.
لکه:                                     اصلی حالت                               مغیره حالت
دوستی                                        دوستۍ
تربګنی                                         تربګنۍ
خوشالی                                        خوشحالۍ                                              په خپل لیک کې د ( یېګانو) سهی مراعت ددې باعث ګرځی، چې لوستونکی د متن له لوستلو څخه سهی معنا واخلی او په لیک او لوست کې اسانتیا رامنځته کوی. هغوی چې په خپل لیک (یېګانې) نه مراعاتوی، لوستونکی ته ستونزې پېښوی او له لیک څخه پوره او بشپړه معنا نه شی اخیستی.

د پښتو یېګانو ستونزې:
پوهاند محمد اسمعیل یون د (ئ) او (ۍ) په اړه داسې لیکی:
دا دواړه په حقیقت کې یو فونیم یا د یوه غږ دوه شکلونه دی. د (
u  ) او ( o) دوو فونیمونو لپاره موږ یو ګرافیم (و) لرو، خو دلته بیا د یوه فونیم (ay) لپاره دوه شکله ( ئ = ۍ) لرو.
پښتو ژبپوهانو او لیکپوهانو د همزه والې (ئ) د ضرورت وجه (فعلی افاده) ګڼلې، نو که فعل، نوم او صفت د تثبیت لپاره موږ د اوازونو شکلونه بدلوو، نو بیا خو هغه نورې ( ی،ی،ې) ګانې هم په فعلونو، صفتونو، او نومونو کې راځی، نو هغو ته مو ولې بېلابېل شکلونه غوره نه کړل؟

استاذ همداراز زیاتوی چې:
همزه واله (ئ) زموږ پر ژبې یو زیاتی بار دی، نو ګټه نه لری او باید له الفبا څخه حذف شی.
استاد محبوب شاه محبوب بیا د (ئ) او (ۍ) په اړه داسې وایی:
د (ئ) او (ۍ) غږ سره توپیر نه کوی، زورکیواله (ئ ) ته د امریه سربېره فعلیه (یې) هم وایی.

دا (یې) یوازې په امریه کارونو کې نه، بلکې په فعلونو کې هم راځی.
د ( ۍ) په اړه بیا وایی:
دا (یې) په اسمونو کې راځی.د دواړو (یېګانو) شتون ضروری ګڼی او وایی چې موږ ته په لوست کې اسانتیاوې رامنځته کوی. هغه غونډې او پرېکړې چې په راتلونکی کې کېږی دغه بحث باید د ژبنیو قواعدو، د غږ د تلفظ او ګرافیمپوهنې پر اساس مطرح شی.

اخځلیکونه
۱ – یون، محمد اسمعیل، پښتو لیکنی سمون، یون کلتوری یون، کابل ۱۳۸۷
۲ ـ محبوب شاه محبوب، ژبدود، مومند خپرندویه ټولنه ـ جلال اباد، ۱۳۹۶س

       

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.