پروان کې اووه جریبه ځمکه کې د کوکنارو کښت له منځه یوړل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت کوه صافی ولسوالۍ اړوند بېلابېلو سیمو کې ځایی مسوولینو اووه جریبه ځمکه کې د کوکنارو کښت له منځه یوړ.
د پروان امنیې قومندانۍ ویاند ویلی، یاد کمپاین د امنیه قومندانۍ اړوند د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو او د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په ګډې همکارۍ ترسره کړ، چې په کې یاده کرل شوې ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
تر دې وړاندې هم د سرپرست افغان حکومت تر پرېکړې وروسته چې د کوکنارو کښت یې ممنوع اعلان کړ، مسوولینو په بېلابېلو سیمو کې لسګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه اعلان کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.