کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوری د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند وزیرو تنګی سیمه کې د ۲۷ اوبو شبکو کارونه ۹۵ سلنه بشپړې شوی دی.
د خبر له مخې، دغه چارې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د افغانستان لپاره د سوېډڼ کمېټې په مالی مرسته د ۲۷ اوبو ذخیرو کارو، چې هره ذخیره یې ۳۰ مترمکعب حجم لری، د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوی دی.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې دغه شبکې به ډېر ژر د سیمې خلکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شی.
ځایی خلک د دغو شبکو پر جوړښت خوښ دی.
د دوی په وینا مخکې به یې د خوَړنو له روانو اوبو استفاده کوله، چې په مختلفو ناروغیو به اخته کېدل، چې اوس به یې دغه ستونزې تر ډېره بریده هوارې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ