بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی یو وار بیا ټینګار کړی، چې خاوره به یې د هیچا پر ضد ونه کارول شی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۹ نېټه):
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلام آباد د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ په مرکز کې ویلی، چین، پاکستان او افغانستان په یوه درې اړخیزه ناسته کې ژمنه کړې، چې د یو بل خاوره او فضا به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کیږی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې هېڅ تروریستې ډله نشته او نه به دوی دغه ډول ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی.
متقی اسلام آباد کې دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې وړاندې تر دې پاکستانی لوری څو وار افغان خاوره کې د خپلو مخالفینو د شتون تورونه ولګول، خو افغان چارواکو یې تورونه بې اساسه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د دوحې هوکړې سره سم به هېچاته اجازه ورنه کړی چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروی.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.