کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د اقتصاد وزارت ویلی، په سپېک اقتصادی دهلېز کې د افغانستان ګډون د هېواد د اقتصادی پراختیا لپاره ډېر مهم دی.
اقتصاد وزارت له چین او پاکستانه غوښتی، چې په بنیادی پروژو، په تېره بیا د چین او پاکستان د اقتصادی دهلېز په پروژه کې افغانستان ته هم ونډه ورکړی.
د دغه وزارت مسلکی معین ویلی، د اقتصادی ودې او سیمه ییز اتصال لپاره د چین او پاکستان له اقتصادی دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم دی.
بل لور یو شمېر سوداګر پر دې باور دی، چې د افغانستان او چین ترمنځ د راکړې_ورکړې د زیاتېدو لپاره افغانستان باید له اقتصادی دهلېز سره وصل شی. د دوی په وینا سوداګر له دې لارې خپل د اړتیا وړ توکی صادرولی شی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې بیا راغلی، چې چین او پاکستان غواړی د چین، پاکستان د اقتصادی دهلېز یا سپېک په پروژه کې د افغانستان په شاملولو سره افغانستان ته پراختیایی مرستې زیاتې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ