لوګر کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولینو د ولایت مرکز ته اړوند د شهیدانو تپې د زرغونتیا په موخه د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو پروژو له پیل څخه خبر ورکړ.
د خبر له مخې د کرنې رییس ویلی، دغه درې پروژې، چې مرکز پل علم ته اړوند د شهیدانو تپې کې پلې کیږی، په کې د یادې سیمې د زرغونتیا او د نیالیګو اوبه کولو په پار د اوبو د ژورې څاه کیندلو سربېره، د اوبو ذخیره کولو حوض او د ساحې د ساتونکو لپاره د خونې جوړول شامل دی.
ځایی چارواکو زیاته کړې، چې د دغو پروژو یاد لګښت د کرنې ریاست اړوند د غنمو په بدل کې کار او د بشری قواو د انکشاف ادارې لخوا ورکول کیږی، چې د جوړلو چارې به یې د یوې نیمې میاشتې په موده کې به بشپړې شی.
د یادونې وړ ده، د سرپرست افغان حکومت له راتګ سره سم دغه تپه د شهیدانو په نوم ونومول شوه، چې تراوسه په کې ۹ زره بېلابېل زینتی او مېوه لرونکی نیالګی او بوټی کېنول شوی دی.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.