پاکستان او افغانستان دوه هغه ګاونډی هېوادونه دی، چې د نورو په پرتله یې هم شریکه پوله اوږده ده او هم یې په خپلو منځونو کې د وګړو، تګ_راتګ زیات دی.
که څه هم د دې هېوادونو د وګړو تر منځ اسلامی، کلتوری، ټولنیزې او نورې اړیکې د دې لامل دی، چې وګړی یې خپلو کې سره تر نورو ډېر نږدې وی، خو په سیاسی لحاظ بیا دا څو پرله پسې لسیزې د پاکستان نا بالغه او نا سم سیاسی او پوځی حرکتونه د دواړو هېوادونو او دواړو وروڼو ولسونو ترمنځ د تاریخی واټن او کرکې د زېږون لامل شوی دی.
وروسته له هغې چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته ترسره شوه، د سرچینو له قوله د غونډې په یوه څنډه کې د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیرې میرمن حنا ربانی کهر سره د دواړو هېوادونو په امنیتی، سیاسی او ډییپلوماتیکو اړیکو خبرې وکړې.
د همدغو معلوماتو له مخې تر دې خبرو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری او د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی ټېلیفونی خبرې وکړې، چې په پایله کې یې په کابل کې د پاکستان سفارت د سفارت ډیپلوماتان او کارکوونکی چې ظاهراً پر سفارت د برید له امله یې افغانستان پرې اېښی ؤ، بېرته د خپلو چارواکو له لوری کابل ته د خپلو سفارتی چارو لپاره راولېږل شو.
او دادی په دوهم قدم کې اوس تازه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په یوه درې اړخېزه ناسته کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته تللی ؤ چې د راپورونو له مخې اسلام آباد ته د ښاغلی امیر خان متقی دغه سفر د ملګرو ملتونو په اجازې او د پاکستان په لګښت ترسره شوی دی.
پدې کې شک نشته چې د پاکستان دا ډول هڅې او هلې ځلې له علت څخه خالی ندی، ځکه پاکستان ډېر کله افغانانو ته په خوږو کې زهر ورکړی او تېرو څو لسیزو کې همدې ملک تر ډېره بریده پر هغه مرستو اتکاء کړې چې د افغانستان په نامه ترلاسه شوې دی.
بل اړخ ته دا هم باید له یاده و نه باسو چې پاکستان د خپل همدې ناسم سیاست له امله د سیمې او نړۍ په کچه د ګوښه کېدو لوری ته روان دی. اقتصاد یې د هرې ورځې په تېرېدو د رکود پر لور حرکت کوی. بلوڅ وسله والو بېلتون پالو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، د واک پر سر د سیاسی ناندریو چیغې یې نړۍ ته ورسېدې او تر دې هر څه مهمه یې دا هم ده چې په پاکستان کې اوس د بلوڅو بېلتون غوښتونکو تر څنګ د ټی ټی پی یا د پاکستان حکومت وسله وال مخالفین ځواکمن شوی دی، او لا هم د هرې ورځې په تېرېدو سره ځواکمن کېږی او خپلو بریدونو ته زور ورکوی او د دې تر څنګ ګڼ نور داسې مسایل شته چې څرګندوی پاکستان د خپل ګاونډی ملک په حق کې د ناسم سیاست له امله ورو_ورو خپله ځان ته قبر باسی.
اوس دلته افغان لوری ته مهمه ده چې د ثابت سیاست نه لرونکی ګاونډی سره هر پل په دقت او فکر کېږدی او داسې نشی چې یو ځل بیا د مکار ګاونډی په مکارو سیاستونو خدای ناخواسته تېروزی.
د افغانستان له خاورې د خپلو دغه اهدافو د ترلاسه کولو ترڅنګ پاکستان له افغانانو د خپلو مخالفو وسلوالو ځپل غواړی، څو هلته خپل ملک کې خپل ناسم سیاست هماغسې د پخوا په څېر پرمخ یوسی.
دا هم باید له یاده و نه باسو چې پر افغانستان د اوسنی سرپرست حکومت تر واکمن کېدو وروسته د نورو یو شمېر ګاونډیو ملکونو ترڅنګ، پاکستان هم په سخته وېره کې قرار لری؛ ځکه نو دغه ملک د مار او ماهی په څېر ناټو ته سر او د ناټو مخالفینو ته لکۍ ښوروی، چې په همدې ترڅ کې د عمران خان واکمنی هم قربانی شوه.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې رسنۍ هره ورځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو تبصرې او خبرې کوی او له خپلو چارواکو اسناد او معقول دلایل غواړی؛ ځکه هغوی غواړی د دې وتلو په علتونو پوه شی، او پرته له شکه پاکستان هم د همدې لاملونو یو لامل دی.او د دې تر څنګ ټاکل شوې ده چې پاکستان هم شاید د نړیوالو جهتونو له خوا په خړ لیست کې شامل شی چې د لویدیځوالو په خبره ترهګری پالی او مالی امکانات ورته برابروی.
دا او دې ته ورته ډېرې نورې قضیې شته چې ښکاروی جنوبی ګاونډی مو پاکستان چې تل د نورو په لاره کې پر څاه کېندنه مشهور دی، اوس خپله هم د څاه تر غاړې ولاړ دی او نژدې ده پکې وغورځېږی. د دې ملک خپل منځی سیاسی او پوځی لانجې پر هغه وسله والو بریدونو سربېره دی چې د دوی وسله وال مخالفین یې هره ورځ هلته ترسره کوی او نه یوازې د دوی ورځنی امنیت یې خراب کړی، بلکې آن د دې ملک بقا یې هم له ګواښ سره مخ کړې ده.
د دې په مقابل کې د ډیورند کرښې دې غاړی ته د افغانستان واکمنی یو لاس شوې، ملوک الطوایفی تر ډېره بریده ختمه شوې او افغانستان د ګڼو ستونزو او ناخوالو سره – سره د آبادۍ او پرمختګ په لور روان دی.
له همدې امله اوسنیو افغان واکمنانو ته په کار ده چې زمونږ د دغه مکار ګاونډی له پټو زهرو څخه د ژغورل کېدو لپاره له ډېر دقت څخه کار واخلی او د دوی هره غوښتنه په متقابلې غوښتنې ورځواب کړی. ځکه دنیا ټوله نن پر دوه اړخیزه راکړه ورکړه ولاړه ده او هغه مشهور متل دی چې له یوه لاس څخه ټک نه خېږی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نوروتبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ