پوسټ ماډرنیزم او ښوونه روزنه

پوسټ ماډرنیزم او ښوونه روزنه

لیکوال: د کابل پوهنتون استاذ ضیاءالاسلام شیراڼی

د تاریخی لیدلوری له مخې ښوونه روزنه د ازادۍ، عقلانیت او پرمختګ په شان د لویو روایتونو بیان دی. دا چې ښوونه روزنه د مشرۍ او زده کړې خپراوی له لویو روایتونو سره تړاو لری، چې پوسټ ماډرنیزم بیا د لویو روایتونو مخالف دی او پر هغو موضوعاتو ټینګار کوی، چې له خبرو اترو، ژبې، ذوق او تصادف څخه رامنځته کېږی.

امریکایی پوه، «هنری ژیرو» چې په ښوونه روزنه کې یې ډېرې نظریې وړاندې کړې دی، په خپل اثر (پوسټ ماډرنې ښوونې روزنې پر لور) کې د پوسټ ماډرنیستی ښوونې روزنې په اړه وایی:

  • اخلاق باید د ښوونې روزنې پر محور وڅرخی.
  • علم او درسی توکی باید سپېڅلی او د نه بدلون وړ ونه بلل شی.
  • انتقادی علم باید نوی علم ته زمینه برابره کړی او د جوړښتونو په ماتولو او د موجوده نظم له محدودیتونو په تېریدو سره نویو پایلو ته ورسېږی.
  • د فرد ثابت مفهوم، چې انسان له ازلی، ابدی او نه بدلیدونکی ذات او ماهیت څخه برخمن دی، باید له سره ورغول شی او زده کوونکی باید پر دې پوه شی چې د انسان له فطرت سره سم حقیقت تل او هر ځای یوه معنا نه لری.
  • زده کوونکی باید تل په نوې طریقه د ټولنیز هویت او مناسباتو په اړه فکر وکړی.
  • فرهنګی لوستی باید په ښوونځیو کې د پیداګوژۍ په توګه وړاندیز شی. سیاسی روزنه په پوسټ ماډرنیزم کې تر ټولو مهم اړخ ګڼل کېږی.

په ماډرنیزم کې د ښوونې روزنې د موخو په اړه د نظر یووالی نشته، یو شمېر د نظر خاوندان د ماډرنې ښوونې رزونې مهمه موخه د ازادۍ په څنګ کې فردی ځانی فرمان بولی او په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا د ماډرنې ښوونې روزنې مهمه موخه عقلانیت او عقلانی روزنه بولی.

«اوالز» د ماډرنې ښوونې روزنې هلې ځلې په لاندې موخو ترلاسی بولی:

برابری او څرنګوالی، ښوونیزې ارزونې او پر هغو پایلو تمرکز چې ښوونکی یې له درسی ټولګی ترلاسه کولای شی.

یو بل پوه، «هربرت» د ښوونې روزنې په اړه په خپله تیورۍ کې وایی چې ښوونکی ټاکلې موخې ته پاملرنه کوی او زده کوونکی پر هغو تمرینونو کار کوی چې ښوونکی ورکړی؛ خو د «دیویی» په روزنیزه تیورۍ کې موخه زده کوونکی دی. دی له زده کوونکی غواړی، چې د کوچنیو پوهانو په څېر چلن وکړی او دا راز د مسایلو پر ډلبندۍ او ګټو ټینګار کوی. د «فریره» له نظره روزنیزه موخه د مبارز ښوونکی په لاس کې ده او باید زده کوونکی په سیاسی مسایلو کې د نظر د خاوندانو په څېر ګډون وکړی.

خو په پوسټ ماډرنیزم کې ښوونکی او زده کوونکی هر یو خپل خپل ځای لری. ښوونکی روزنیزې موخې ته پاملرنه کوی او حساسیت او رښتیانۍ ته په پاملرنه فلم، رومان، طنزی کتابونو او نورو روزنیزو وسایلو ګټه اخلی. په پوست ماډرن نړۍ کې تربیتی عمل د زده کوونکی د ژوند د مسایلو او مسایلو ترمنځ چې د وسایلو او فرهنګی توکو په وسیله وړاندې کېږی، یووالی او وحدت رامنځته کوی. ښوونکی باید د هغو متنونو څارنه وکړی چې زده کوونکی یې جوړوی. البته د زده کوونکو له لوری جوړ شوی متنونه کیدای شی یو طبیعی یا یو استعاری متن وی، چې ښوونکی په ځانګړی ډول باید استعاری متنونو ته ځانګړې پاملرنه وکړی.

د پوسټ ماډرنیزم له نظره بریالی تدریس هغه دی، چې مکالمه او خبرې او اترې پکې وی او له ټولګی بهر نړۍ سره اړیکه جوړه کړی.

په ښوونه روزنه کې د پوسټ ماډرنیزم له مخې تدریسی لارې چارې ((خبرې اترې)) او ((تمرین)) دی. اخلاقی بحث باید اړیکو، وړتیا، ښاری موقعیت او ټولنیزو فعالیتونو ته په پام وټاکل شی. ښوونکی باید پوه وی، چې بېلابېل بحثونه څه ډول بېلابېلې اخلاقی مراجع زده کوونکو ته په ګوته کوی. په دې دود کې ښوونکی درسی مطالب زده‌کوونکو ته مخې ته ږدی او له هغوی نه غواړی، چې مطالب وشنی.

په پوسټ ماډرن ښوونځیو کې د مدیریت کلمه د اداره کولو په اړه له کاره لوېدلې ده. ښایی «رهبری» د مدیریت وړ کلمه وی، ځکه په پوسټ ماډرنو ښوونځیو کې د مشرۍ رول چې تر مدیریت پر مختللی دی، اهمیت لری.

په ټوله کې پوسټ ماډرنیزم د نورور برخو په شان د ښوونې روزنې په برخه کې هم یو لیدلوری نه لری. د پوسټ ماډرنیزم له مخې په ښوونه روزنه کې بله د پام وړ موضوع کوچنیو فرهنګونو ته پاملرنه ده.

د ماډرنیزم هڅه دا وه، چې یو فرهنګ ټولمنلی او بنسټیز کړی، خو پوسټ ماډرنیزم د ماډرنیزم پر خلاف په دې هڅه کې دی، چې د ښوونې روزنې له لارې فرهنګی ګڼوالی (تکثر) ته مخه کړی.

پوسټ ماډرنیزم د هغې ښوونې روزنې پلوی دی، چې په هغې کې د نورو (other)[1] غږ هم واورېدل شی. پوسټ ماډرنیزم وایی، چې که په یوه ټولنه کې د ښوونې روزنې د درسی کتابونو په متن کې د یو مسلط فرهنګ اغېز وشی او ډسکورس رامنځته شی؛ هو د وړو فرهنګونو غږ به هم واورېدل شی.

پوسټ ماډرنیزم ښوونکی هغه روڼاندی بولی، چې خپلو زده کوونکو ته د فرهنګی نظام په اړه معلومات ورکوی او له دې نظام سره یې اشنا کوی. «ژیرو» د پوسټ ماډرنیزم له پلویانو څخه دی. دی د «ښوونکی د روڼاندی په توګه» اثر لری، په دې اثر کې دی غواړی ثابته کړی، چې ښوونکی یوازې په کسب کې مهارت ته اړ نه دی. په بله وینا ښوونه یو هنر دی او ښوونکی هنروال دی.

[1]  Other: هغه فرهنګ یا ملتونه چې ماډرنیزم پردی یا دښمن ګڼل، لکه شرق د غرب لپاره؛ خو پوسټ ماډرنیزم خپل کړل.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.