د خوست امنیه قوماندانۍ وایی، د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له لوری د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د یو لړ ځانګړو تصفیوی عملیاتو په ترڅ کې پنځه میله کلاشنکوف، دوه میله پیکا، یو میل راکټ، پنځه میله توپنچې، سلګونه پیره د کلاشنکوف او پیکا مرمۍ، څلور دانې د راکټ مرمۍ او د څلور د هاوان مرمیو ترڅنګ نور ګڼ شمېر نظامی وسایل نیولی دی.
د دغې قومندانۍ د ترورزم مدیر د یو مطبوعاتی کنفرانس پر مهال خپلو خبرو کې ویلی، یاد عملیات یې د دوو میاشتو په موده کې د خوست اړوند تڼیو، دوه منده او مندوزیو ولسوالیو اړوند سیمو کې ترسره کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې د دغو اسلحو په تړاو یې اته لس کسان هم نیولی دی، چې دوسیې به یې د څېړنو له بشپړېدو وروسته اړونده ارګانونو ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.