ناول ولې لولو؟
لیکنه او ژباړه: د بغلان پوهنتون استاذ ګل رحمن رحمانی
د دیارلسو که د څوارلسو کلونو وم، له کیسې او ناول سره مې زیاته مینه درلوده، په هغه له شور ماشوره ډکو ورځو کې مې همېشه د یوازېتوب احساس کاوه او ددغه یوازېتوب ستره تشه مې بیا هم د داستان لوستنې له لارې ډکوله.
زموږ د استوګنې سیمه او حتی ښارګوټی کې زیات کتاب پلورنځی نه وو، په همدې کمو کتابپلورنځیو کې هم چندان کتابونه چې زما په درد وخوری، نه پیدا کېدل. له همدې امله مې سترو او عمومی کتابتونونو ته مخه کړه، هر سهار به د چرګ له اذان سره کتابتون ته روانېدم، په خپل لاسی بکس کې به مې څو داستانونه او ناولونه را اچول او د شپې تر سهاره به مې لوستل او بېرته به مې سپارل.
اصلا په هغو ورځو کې زما د ژوند خوږلت یوازې په همدې کې ؤ.
خو نه پوهېدم چې ولې یوازې ناول او رومان لولم، ولې مې داستانونه تر سهاره بې تابه کوی او مخ په کتابتون مې را کاږی؟
حتی تر دې وروستیو پورې هم نه پوهېدم، بس مینه ده، مینه لاره او چاره نه لری. نور راته دا پوښتنې هم بې ځایه وې چې ولې څوک په ناول او رومان لوستنه روږدی کېږی، خو په دې کې شک نه ؤ چې یوه درونی اړتیا او تلوسه مې د کتابونو خواته را کاږی، هغه مهال داستانونو خپلې خواته وربللم، زه نه غواړم په دې لوستنه کې د خطابی منبر ته ودرېږم او ووایم چې (ای خلکو! ناول ولولئ، ځکه پوهه مو زیاتوی او که یې ونه لولئ، نو څومره به له دنیا شاته پاتې شئ.))
غواړم د خپلې شخصی تجربې پر بنسټ درته ولیکم.
فکر کوم موږ ټول ماجراوی (ماجرا لټونکی) روح لرو، دا ځواک په ځینو کې کم او په ځینو کې زیات دی، یو شمېر چې په کلی ډول یې دا روحیه لرې کړې، عادی او ګوښی خلک دی، یوازې خپل عادی ژوند ته دوام ورکوی.
ماجرا لټونه خپله د انسان ذهن له ننګونې سره مخ کوی، پوښتنې را پیدا کوی او انسان د انسان مخې ته داسې څه دروی چې د نورو لپاره ساده او سترګو لوېدلی وی، نو که وغواړو یا ونه غواړو همېشه زموږ په ذهن کې ځینې پوښتنې پیدا کېږی چې ځواب یې نه چېرته وینو او نه یې لولو، نه مو هم زړه غواړی چې له چا څخه یې پوښتنه وکړو.
زموږ دې پوښتنو ته اکثره ځوابونه نورو انسانانو ورکړی او دوی یې له سره ژوندی کړی دی، یا حتی زموږ ژوند او بېلابېلې تجربې هم د نورو لپاره ځواب ګرځېدلې دی. زما ذهن هم د ډېرو نورو انسانانو په څېر له پوښتنو ډک دی، دا پوښتنې مې په ذهن کې اوړی را اوړی او د مودو راهیسې مې له ځان سره لېږدولې، خو هېڅکله مې نه پوښتلې، نه مې یې لیکلې او هسې د خپل ذهن ګوښه کې مې ساتلی دی.
یوه شپه چې بیا را په کې د داستان او رومان لوستنې همدا عجیب او غریب میل په جوش راغلی ؤ، خپلې تیاره خونې ته لاړم، له کړکۍ مې ډېر کم نور را پرېښود چې یوازې د کتابونو پاڼې راته روښانه کړی، خورخه کاره راګومز د خپلو داستانو د کرکټرونو تر منځ خبرو کې زما د پوښتنو ځوابونه راکړل.
پوهېږم چې که چېرته مې زرګونه کلونه هم تېر کړی وای، نو ددې پوښتنې لپاره مې کوم ځواب نه شو موندلی، ډېر د ارام احساس مې وکړ، ژوره ساه مې واخیسته، داسې مې حس کړه لکه چې ډېر دروند بار مې له اوږې څخه ځمکې ته ښکته کړی وی.
لا هم د کتاب د کرکټرونو یا شخصیتونو سرګذشت باندې تېرېږم، خپلو پوښتنو ته ځواب پیدا کوم او پر شونډو مې موسکا خورېږی.
له هغې شپې نه دا دی شاوخوا دوه کاله تېر شوی دی.
زما د پوښتنو نیالګی لوی شوی، رېښې یې پیاوړې شوې، څانګې او پاڼې یې کړې دی.
همدا تېره اوونۍ مې انا کارنینا لوسته، دا ځل د رومان د یوه شخصیت ژوند لیک تر دې حده له هغه ستونزې سره لاس او ګرېوان ؤ چې خپله له څو کلونو راهیسې ورسره مخ یم، نږدې ؤ چې نه یوازې د خپلې پوښتنې ځواب پیدا کړم، بلکې یوه عملی کړنلاره هم پیدا کړم.
د انا کارنینا رومان کرکټرونه په نولسمه پېړۍ کې په روسیه کې اوسېدل، خو زه دا مهال په خپل هېواد (ایران) کې وم، خو هغه پېښه چې څو پېړۍ وړاندې رامنځته شوې وه، ماته ځواب راکوی چې تر لاسه کول یې هم په اسانۍ سره د لاس رسی وړ نه وو. همدا لامل دی چې موږ ادبیاتو ته سرحد نه شو په ګوته کولای.
د هر داستان شاته یو کس ناست دی، یو ژوند جریان لری، هلته کس یا کسان شته دی چې پر لاره روان دی، د لارې مسیر کې له یوه ځایه له موږ سره ملګری کېږی، که داسې هم نه وی نو د لارښوودې نښې په څېر راته نوی مسیر ښیی.
که داسې نه وی ما او د انا کارنینا کتاب کې وړې استوګنې نجلۍ یوه سره ورته تجربه درلوده، خو زموږ انتخاب کړې لارې ډېرې متفاوتې وې او اوس فکر کوم، څومره به ښه وی چې د هغې په څېر مخته لاړ شم.
موږ د رومان په لوستنې سره همداسې د مېز شا ته ارام ناست یوو، د چایو پیاله مو لاس کې ده، کتاب مو مخې ته پرانېستی دی، پرته له دې چې ټکان وخورو، د نورو تجربې خپلوو، د ماتې، عشق او یوازېتوب تجربې، یا حتی هغه تجربې چې موږ یې ښایی هېڅکله ونه غواړو او باید ورسره مخ نه شو، لکه رسوایی، طلاق، اعتیاد (روږدېدنې)، قتل او … نور.
اوس پوښتنه دا ده چې د داستان او رومان له لوستنې پرته هم امکان شته چې پر یوه واحد زمان کې دې څو ژونده تجربه شی؟
زموږ عصر ډېر محدود دی، د لنډو پیغامونو، څو جمله یی چټونو او د څو په منډه شېبو انځور دی، حوصله مو کمه ده، د نورو انسانانو د ژوند داستانونو لوستنې او اورېدنې ته وخت نه لرو، په داسې حال کې چې اړ یوو څو د هغوی ژوند له ټولو ترخو، خوږو، لوړو ژورو، کمیو او زیاتونو سره ولولو.
گهیځ