کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سریلانکا کرکټ بورډ ویلی، چې د دوی کرکټ ملی لوبډله به د جون په دوهمه، څلورمه او اوومه نېته د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړی.
د سریلانکا کرکټ بورډ ویلی، چې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله به د می په ۲۹ نېټه دغه هېواد ته ورسیږی.
دا سیالۍ دواړه هېوادونه نړیوال جام ته د چمتوالی په موخه ترسره کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ