کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عبدالباقی په نوم دغه صنعتکار چې د دوه میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت د غنمو د ترېشل جوړولو فابریکه جوړه کړې وایی، په دې فابریکه کې د ترېشل ماشین ټولې پرزې جوړیږی او تر ۱۵۰ تنو پورې خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادې فابریکې مشر زیاتوی، د تېرو شپږو کلونو راهیسې د غنمو ترېشلې جوړوی، چې تولیدات یې تر ایرانی او پاکستانی ترېشلو ډېر مخته دی او نرخونه یې هم ارزانه دی.
د صنعتی پارک آمر بیا ویلی، چې یاده فابریکه کېفیت لرونکی او د نرخ له اړخه مناسب ترېشل ماشینونه جوړوی.
دوی د دغه ډول کارخونو د ښۀ فعالیت لپاره د برېښنایی ستونزې د حل غوښتنه کوی، څو په وینا یې وشی کولای اسانۍ سره ښه کېفیت لرونکی توکی بازار ته وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ