کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۱ نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې په پاکستان کې یوې محکمې پرون حکم کړی، چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان به لږ تر لږه اته ورځې په بند کې پاتې شی.
دغه حکم په داسې حال کې صادر شوی چې د عمران خان پلویانو له وړمې ورځې راهیسې په تاوتریخجنو لاریونونو لاس پورې کړی دی.
د پاکستان پوځی ځواکونو کابو زر تنه لاریونوال نیولی دی. راپورونه وایی، چې تراوسه اووه لاریون کوونکی وژل شوی او څه باندې ۳۰ پاکستانی پوځیان ټپیان شوی دی.
دغه راز پرون ناوخته د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشی هم د پولیسو له لوری نیول شوی دی.
د پاکستان اوسنی لومړی وزیر شهباز شریف بیا یوه وینا کې عمران خان د پاکستان دښمن بللی او د هغه جنایات یې د نه بښلو وړ بللی دی.
زلمی خلیلزاد بیا پر خپل ټویټر لیکلی، داسې وېره شته چې عمران خان به د پولیسو په بند کې ووژل شی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پاکستان د اعتراضونو په تړاو خواشینی څرګنده کړې او دغه هېواد کې یې سیاسی ټیکاو د دغه هېواد د خلکو او د سیمې د هېوادونو په ګټه بللی دی.
د عمران خان پلویانو تېره ورځ په کم سارې بڼه ټول پاکستان کې له تاوتریخوالی ډک لاریونونه وکړل او ډېری دولتی ځایونه یې د اور خوراک کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ