کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۳ نېټه):
د.ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼې کې ویلی، چې د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې امریت لخوا په ډیله او خوشامند ولسوالیو کې پر شاوخوا ۴ سوه جریبه ځمکې کرل شویو بنګو او کوکنارو د اړولو کمپاین پیل شو.
د خبر له مخې دغه اندازه بنګ او کوکنار په بېلابېلو سیمو کې کرل شوی، چې د یو پراخ کمپاین پر مهال به واړول شی.
د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې عمومی مدیر وایې، د خپل امیر د حکم پر اساس د هر ډول نشه یی توکو کرکیله او کاروبار په مطلق ډول بند دی، نو په خبره یې چې د همدې حکم په اساس ټوله پکتیکا کې د یادو توکو د کرلو مخنیوی کوی.
د یادولو وړ ده، چې د سرپرست حکومت د امیر د فرمان پر اساس ټول هېواد کې د نشه یی توکو کاروبار او کرکیله په مطلق ډول ممنوع اعلان شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ