کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کی د رییس الوزراء د لومړی مرستیال په ځانګړی پاملرنې د ۵ سوه میلیونه افغانیو په لګښت یو عصری او پرمختللی، چې په یوه وخت د ۷ زره تنه ځایدلو ظرفیت لری، د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د خبر له مخې د یاد عیدګاه جومات د ډبرې ایښودلو پرمهال د دغه ولایت والی او ګڼ شمېر نورو رییسانو او چارواکو ګډون کړی و.
ځایی چارواکو ویلی، یاد جامع جومات د ریاست والوزراء د لومړی مرستیال په ځانګړې پاملرنې او د هېواد د ملی سوداګرو په همکاری د ۵ سوه میلیونه افغانیو په لګښت دغه جومات د ۱۸ میاشتو په جریان کی جوړ شی.
د یادونی وړ ده چی څه موده وړاندی د یاد عیدګاه جومات د احاطې د بنسټ ډبرې ایښودولو ته د ریاست والزراء لومړی مرستیال خپله دغې ولایت په ځانګړی سفر ورغلی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ