کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې پاکستان ته د قیمتی ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د خبر له مخې نیول شوی قیمتی ډبرې ۲ سوه کیلو ګرامه وزن لری، چې د افغان امنیتی ځواکونو او د ګمرک د برسۍ مامورینو له خوا تېره ورځ ناوخته د سپین بولدک په سرحدی ګمرک کئ پاکستان ته د قاچاق کېدو پر مهال نیول شوی دی.
ځایی مسوولینو ویلی، چې د یادو قیمتی ډبرو د قاچاق په تور یې یو تن نیولی، چی په وینا یې دغه ډبرې یې د کابل څخه پاکستان ته د قاچاق په هدف وړې وې.
د دوی په وینا نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ