کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې له قطر څخه افغانستان ته په راغلی پلاوی کې د هغه هېواد لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی، د استخباراتو رییس عبدالله الخلیفی او مل پلاوی شامل دی.
د خبر له مخې افغانستان ته راغلی پلاوی په کندهار کې رییس الوزراء سره خبرو کې د قطر له خوا افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا، د اعتماد ډېروالی، په تعلیمی، روغتیایی او اقتصادی برخو کې د همکاریو ژمنی وکړلې.
د سرپرست حکومت رییس الوزراء د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نیت او اخلاص څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د قطر په لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ